بدخشان کې د واورې ښوییدنې له امله پنځه تنه مړه شوي

پنجره ورځپاڼه: د بدخشان کوفاب ولسوالۍ کې د واورې ښوییدنې له امله پنځه تنه مړه شوي دي. د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي سيمه ييزو رسنيو ته ويلي دغه پېښه د کوفاب ولسوالۍ په مانديز کلي کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې په وينا د واورې ښويېدنې له امله مړو شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. ويل کيږي ددغه ولسوالۍ په باخير سيمه کې يوه بله اميندواره مېرمن کلينک ته پر لار د واورې ښوییدنې له امله مړه شوې ده.

 د ويلو ده، چې په بدخشان ولايت کې تر دې وړاندې هم له مرکز سره د شاوخوا لسو ولسواليو د لارو د بندېدو او پنځو کسانو د مړينې راپورونه ورکړل شوي و.

ظاهر څراغ

Back to top button