د پاکستان له زندانونو لسګونه افغان بندیان راخوشې شول

پنجره ورځپاڼه: په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷۰ تنه افغان بندیان ازاد شوي دي.

افغان سفارت ليکلي، چې دغه افغانان تېره ورځ ازاد او افغانستان ته استول شوي دي. افغانستان کې د طالبانو بيا ځلې واکمنۍ وروسته ګڼ افغانان ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان ته کډوال شوي، چې ګڼ شمېر يې هلته د اسنادو نه لرلو په تور د ياد هېواد د پوليسو له لوري نيول شوي او په زندانونو کې زنداني شوي دي.

د پاکستان په زندانونو کې ګڼ بې اسناده افغانان لا هم بند پاتې دي او هلته له خپل روان ژوند سر ټکوي، چې څو ورځې وړاندې يو سپین ګيری د کراچۍ په زندان خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ويلو ده، چې تر دې مخکې هم په پاکستان کې سلګونه افغانان د دغه هېواد د سند ایالت د کراچۍ ښار پولیسو له خوا د قانوني اسناد نه لرلو په تور نیول شوي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړيو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنري په مرسته راخوشې شوي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button