جان بولټن: زه د اشرف غني له ملامتولو سره موافق نه يم

پنجره ورځپاڼه: د ډونالډ ټرمپ د حکومت ملي امنیت سلاکار «جان بولټن» له امريکا غږ سره په مرکه کې ويلي چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په بشپړه توګه وتل په دغه هېواد کې د طالبانو د بيا ځل واکمنيدل، د افغانانو د اوسني سياسي اقتصادي او بشري ناورين ستر لاملونه دي.

 هغه په خپلو خبرو کې ويلي، چې د امريکا د بهرنيو چارو پخوانی وزیر مایک پمپيو له لوري د مخکيني ولسمشر اشرف غني له ملامتولو سره موافق نه دی. د هغه په وينا، امريکا بايد د غني په مشرۍ له افغان حکومت څخه کلک ملاتړ کړی وای.

هغه زياته کړې، سره له دې چې افغان حکومت کې فساد او نورې نيمګړتياوې موجودې وې؛ خو وايي امريکا د هغه حکومت او پوځ له ډيرو نيمګړتياوو سره يواځې پریښوده. د بولټن په وينا، دا هرڅه د دې لامل شول، چې د افغان حکومت او پوځ خپله روحيه له لاسه ورکړي له سختو فشارنو سره مخ شي.

 بولټن همداراز ويلي، امريکا دا وړاندوينه کړې وه چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره به د افغانستان حکومت دوام ونه کړي او مايک پمپيو په دا ډول څرګندونو سره غواړي دده او ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د حکومت له تيروتنو ځان خلاص کړي.

ظاهر څراغ

Back to top button