د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو خبرداری

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو تر حاکمیت لاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو خبرداری ورکړی دی.

دغې ادارې د ٢٥ د يوې تازه خبرپاڼې په خپرولو ويلي، چې په بدخشان، نورستان، تخار، کندز، بغلان، پنجشېر، باميان، سمنګان، غور، سرپل، بلخ، جوزجان، بادغيس او هرات ولايتونه به د واورو او بارانونو شاهد وي.

د هواپېژندنې رياست له ۱۵ تر ۲۵ ملي‌متره باران او له ۲۰ تر ۵۰ سانتي مترو پورې د واورو اټکل کړی دی.

د ويلو ده، چې تېره اونۍ هم دې ادارې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د واورو او بارانونو د ورېدو خبرداری ورکړی و.

ظاهر څراغ

Back to top button