رينا اميري د قطر د بهرنيو چارو وزارت له مرستيالې سره ليدلي

پنجره ورځپاڼه: د افغان ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري وايي، دوحې ته یې د خپل سفر په ترڅ کې د قطر د بهرنيو چارو وزارت له مرستيالې لوله الخاطر سره ليدلي او د افغانستان د ښځو او نجونو د ملاتړ په هکله يې ورسره خبرې اترې کړي، چې څنګه دا ډول هڅې لا پياوړې شي.

هغې په پرلپسې ټویټونو کې ويلي، چې په قطر کې يې د يوه ښوونيز بنسټ له مسئولينو سره مهم بحثونه کړي، چې د افغان ښځو، نجونو او هلکانو لپاره د تحصيلي فرصتونو او بورسونو امکانات زيات شي. مېرمن اميري ليکلي، چې په قطر کې يې د افغانستان له وګړو سره هم ليدلي دي.

هغې ويلي: «زما لپاره له هغو افغانانو سره تر تعامل بل هيڅ شی هم ډېره هيله بښونکي نه دي چې په نورو هيوادونو او کډوالو ټولنو کې خپلو هيوادوالو ته زدکړييز او کاري فرصتونه برابروي.»

د اميري په وينا، د دې خلکو ډېريو يې څه کم دوه کاله وړاندې په يوه شپه هر څه وبايلل او سره له دې چې زيانونه يې وليدل، خو بيا يې هم پاملرنه د افغانستان بيارغونې ته ده.نوموړې ويلي، اړتيا ده چې نړۍواله ټولنه هم په بهر کې د افغانستان د وګړو ملاتړ او لاسنيوی وکړي.

ظاهر څراغ

Back to top button