پروان کې يو کس خپله خور وژلې

پنجره ورځپاڼه: په پروان کې سیمه سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په مرکز کې یوه سړي خپله خور د تومانچې په ډزو وژلې ده. سرچينې ویلي، چې دا پېښه د پروان د مرکز، چاريکار ښار په دويمه امنيتي حوزه کې رامنځته شوې ده.

له دې سره جوخت د طالبانو سیمه‌ییزو مسوولینو هم د ورور لخوا د یوې ښځې وژل‌کېدل تایید کړي او د قاتل د نیولو خبر یې ورکړی دی.

سيمه ييزې سرچينې زياتوي، د وژل شوې ښځې ورور رواني ستونزه لري او په خبره یې چې تر نیول‌کېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندل شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې يو کس د خپلې کورنۍ غړی وژني؛ بلکې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ورته پېښې زیاتې شوي چې ستر لاملونه یې کورني تاوتریخوالي، جبري ودونه، کورنۍ، اروايي او اقتصادي ستونزې بلل کېږي.

ظاهر څراغ

Back to top button