لغمان کې د مخکيني نظام د يوه سرتیري جسد موندل شوی

پنجره ورځپاڼه: لغمان کې سيمه ييزې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت الینګار ولسوالۍ کې د مخکيني نظام یوه سرتیري جسد موندل شوی، چې د طالبانو په زندان کې زنداني و.

یوې ځایي سرچینې ویلي، چې یاد سرتیری شاوخوا درې نیمې میاشتې وړاندې د طالبانو استخباراتو نیولی او زنداني کړی و، چې تېره ورځ یې جسد د الینګار ولسوالۍ «نورلام» دره کې سیمې خلکو موندلی دی. د سرچینې په وینا، د وژل شوي کس له جسد معلومیږي، چې هغه لومړی سخت شکنجه او بیا په ډزو وژل شوی دی.

د لغمان یو اوسیدونکی وژل شوی سرتیری د صابرخان په نوم یادوي او وایي چې هغه په تېر جمهوري نظام کې سیمه ییزو پولیسو کې دنده درلوده. بلخوا لغمان کې طالب چارواکي د یادې پېښې په اړه ناخبري ښيي او د ورته پېښو لامل شخصي دښمنۍ په ګوته کوي.

ختیځ د ۲۰۲۳ کال له پیل سم له هدفي وژنو خالي نه وو، یوازې د تیرې جنورۍ میاشت په دغه ولایتونو کې شپږ هدفي وژنې رسنیزې شوي او د خلکو په خبره زیاتره دا ډول پېښې طالبان پټوي او له رسنیو سره یې نه شریکوي.

افغانستان کې زرګونه نور پخواني نظامیان او عام وګړي هم روان حالت اندیښمن کړي او وایي، د هدفي وژنو زیاتیدو یې په ورځنیو او د ژوند په نورو چارو اغیز کړی چې له امله یې زیاتره په رواني ناروغیو اخته شوي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button