پاکستان اروپا کې افغان اتباعو ته ويزې نه ورکوي

پنجره ورځپاڼه: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اروپایي هېوادونو کې خپلو سفارتونو او قونسلګریو ته امر کړی، چې تر بل حکمه پورې افغانانو ته ویزې ور نه کړي.

يو مکتوب چې‌ په ټولنیزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت امر کړی، چې تر بل امر پورې دې اروپايي هېوادونو کې افغان اتباعو ته ويزې نه ورکول کېږي؛ خو په دې مکتوب کې د دغه کار لامل نه دی په ډاګه شوی.

بلخوا ځینو پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې د بهرنیو چارو وزارت دغه اقدام وروسته له هغه کړی چې په سویډن کې د پاکستان سفارت شاوخوا ۱۶۰۰ افغانانو ته د هغوی په جعلي اسنادو ویزې ورکړې دي.

 د پاکستان ټوډې په نامه یوې رسنۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په حواله خبر ورکړی چې د یادې قضیې په اړه یې پراخې پلټنې پیل کړې دي.

دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اړوندو سفارتونو ته سپارښتنه کړې چې ورکړل شوې ویزې بېرته راټولې او لغوه یې کړي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ظاهر څراغ 

Back to top button