ګوتريش: ترهګرې ډلې په انټرنټ کې د زهرو پاشلو په لټه کې دي

پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش ویلي، چې ترهګر او افراطي ډلې په انټرنیټ کې د دې فرصت په لټه کې دي چې خپل تر ټولو بد زهر خپاره کړي. ګویتریش په یو ټویټ پيغام کې ویلي چې نړۍ تر بل هر وخت سولې ته اړتیا لري.

نوموړي لیکلي، چې ترهګریزې ډلې او افراطیان په انټرنیټ کې حاصلخیزه ځمکه لټوي، ترڅ خپل ناوړه زهر په کې خپاره کړي.

ده ټینګار کړی چې د ترهګرۍ د ګواښونو او د افراطیت د خپرېدو په حال کې، نړۍ یوې داسې سوله‌ییزې ټولنې ته ضرورت لري چې پکې د ترهګرۍ لپاره هېڅ ځای نه وي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريش تر دې مخکې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، د نړۍ د سولې تامین او د جنسیتي برابرۍ لپاره مبارزه په ۲۰۲۳ کې د دغه سازمان د کړنو په سر کې ځای کړې وه.

ظاهر څراغ

Back to top button