ترکیه کې د زلزلې له امله شاوخوا ۲۰۰ افغانان مړه شوي

پنجره ورځپاڼه: د يو شمېر رسنيو د راپورونو له مخې په ترکيه کې د وروستیو زورورې زلزلې له امله لږترلږه ۲۰۰ افغانان مړه شوي دي.

باختر خبري اژانس د طالبانو له قوله خبر ورکړی چې په ترکيه کې د افغانانو د مړه‌ شویو کسانو دقيقه شميره لا نه ده معلومه، خو ويل کيږي چې په دې پيښه کې لږ تر لږه ۲۰۰ کسان مړه شوي وي.

د يادونې وړ ده چې په ترکيه او سوريه کې د زلزلې له امله د مړو شمېر له ۲۴ زرو اوښتی چې له دې جملې څخه په ترکيه کې ۲۰ او ۶۶۵ تنه او په سوريه کې ۳ زره او ۳۷۷ تنه مړه شوي دي.

د ترکیې په مړو شویو کسانو کې د دغه هېواد پر اوسېدونکو سربېره د نورو هېوادونو اتباع هم شامل دي او څه باندې ۲۰۰ تنه یې د افغانستان دي.

ظاهر څراغ

Back to top button