هند کې افغان سفير د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي سره وکتل

پنجره ورځپاڼه: په هندوستان کې د افغانستان سفارت خبر ورکوي، چې د دغه هېواد سفير د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکلسون سره کتلي او دواړو خواوو پر ځينو مواردو يې بحث او خبرې کړي.

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفير فريد ماموندزي افغانستان کې د بشري حقونو د مخنيوي په برخه کې د اروپايي ټولنې له هڅو د مننې ترڅنګ ويلي، د سيمې او نړيوالو په ملاتړ بين‌الافغاني خبرې د روان سياسي، امنيتي، اقتصادي او انساني کړکېچ د پايته رسېدو لپاره يوازينۍ حل‌لار ده.

ښاغلي ماموندزي زياته کړې، څلوېښت ميليونه افغانان هېواد کې د نښتو او کړکېچ د پايته رسېدو غوښتونکي دي او هر څومره ژر چې بين‌الافغاني او سياسي خبرې اترې پيل شي، د افغانستان، سيمې او نړۍ لپاره غوره ده.

ظاهر څراغ

Back to top button