بلوچستان کې ماين چاودنې دوه پاکستاني پوځيان وژلي او درې ټپيان دي

پنجره ورځپاڼه: د پاکستان په بلوچستان ايالت کې تېره ورځ ناوخته د دغه هېواد د پوځ پر يوه موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې چې له امله يې د پوځ دوه افسران وژل شوي او درې نور سرتیري ټپيان دي.

پاکستاني رسنيو راپورونه خپاره کړي، چې پېښه د بلوچستان ايالت په کوهلو سيمه کې رامنځته شوې ده.

بل خوا د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې ويلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ياده سيمه کې د پوځ عمليات روان و.

تراوسه د دغه بريد مسووليت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو له دې وړاندې دغه ايالت کې د ډېری بريدونو مسووليت بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو منلی دی.

ظاهر څراغ

Back to top button