د افغانستان خبریالانو مرکز د رسنيو بندول د قانون خلاف عمل ګڼي

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان د رسنیو مرکز د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د طالبانو له لوري د آزادۍ او امریکا غږ راډیوګانو د وېبپاڼو تړل، د ټولنیزو رسنیو قانون خلاف کړنې دي.

د خبريالانو د ملاتړ دغه مرکز په اعلاميه کې راغلي، چې طالبانو د دغو دوو رسنیو وېبپاڼې تړلې او لاسرسی یې ورته محدود کړی دی.

ياد مرکز د تازه محدودیتونو د لګولو په اړه د جدي اندېښنې په څرګندولو سره، له طالبانو غوښتي چې د رسنیو او خبریالانو حقونو ته پام وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د اعلامیې له مخې، د آزادۍ او امریکا غږ راډیوګانو وېبپاڼو ته لاسرسی محدود شوی او هغې ته د لاسرسي لپاره فلتر ماتوونکي ته اړتیا ده.

خو دغه مرکز د هېواد له ختیځو او لوېدیځو ولایتونو د سرچینو د مالوماتو له مخې ویلي چې په ټولو مخابراتي او د انټرنیټي خدماتو په شبکو کې لګول شوي محدودیتونه یو شان نه دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د آزادۍ راډیو رئیس جمی فلای ددې راډیو د وېبپاڼې بلاک کېدل تایید کړي دي.

د يادونې وړ ده چې طالبانو پر هېواد له واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې پر کورنیو او بهرنیو رسنیو بې شمېره محدودیتونه لګولي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button