يونيسف: افغانانو تېر ۲۰۲۲ کال کې تر ټولو بد بشري بحران تجربه کړ

پنجره ورځپاڼه: يونيسف يا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي وايي، د افغانستان خلکو تېر ۲۰۲۲ کال کې تر ټولو ناوړه بشري بحران تجربه کړ.

 يونيسف په خپل تازه راپور کې چې تېره ورځ خپور شوی ويلي، له نړۍوالې ټولنې څخه د افغانستان واټن ددې ناورين ستر لامل په ګوته کړی.

دغه سازمان ویلي، چې افغانستان له وړاندې د طبیعي پېښو له امله تر فشار لاندې و، خو په ۲۰۲۲ کال کې وضعیت نور هم خراب شوی دی. د ماشومانو وجهي صندوق د افغانستان په اړه د ۲۰۲۲ کال په راپور کې دا هم راغلي، چې په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو له اساسي حقونو څخه سرغړونې په ډېرې چټکۍ سره زیاتې شوي دي.

 د يونيسف په راپور کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بنديز، او تفريحي پارکونو او په غيردولتي مؤسسو کې کار ته د ښځو پرتګ بنديزونو ته هم اشاره شوې ده.

ظاهر څراغ

Back to top button