ملګرو ملتونو په هرات کې زرو کورنيو سره مرسته کړې

پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په هرات کې له ۱۰۰۰ غربت ځپليو کورنیو سره نغدي مرسته کړې ده. د دې بنسټ د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، له هرې اړمنې کورنۍ سره يې نږدې پنځوس زره افغانۍ مرسته شوې ده.

 د هرات ولايت سیمه ییزې سرچينې وایي، پر هرې کورنۍ څه د پاسه ۴۷۷۰۰ افغانۍ وېشل شوې دي. په ورته وخت کې د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په ټولنه کې فقر او لوږه ډېره شوې او بې وزله خلک لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنري دا مرسته داسې مهال ويشي، چې ياد سازمان تر دې وړاندې افغانستان کې د اقتصادي ناورين په اړه اندېښنه ښودلې وه.

ظاهر څراغ

Back to top button