غزني کې له يوه سوداګر قیمتي توکي غلا شوي دي

پنجره ورځپاڼه: غزني کې سيمه ييزې سرچینې وايي، وسله‌والو کسانو په دغه ولایت کې د یوه سوداګر له کوره قیمتي توکي غلا کړي دي.

سيمه ييزې سرچينې وايي، چې دا پېښه تېره ورځ د غزني ولايت د مرکز اړوند توحيد اباد سيمه کې شوې ده.

د سرچينو په وینا، وسله‌وال کسان د تلاشۍ په پلمه د شپې مهال د سوداګر کور ته ورننوتي وو.

د سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو د دغې کورنۍ نارينه او ښځې په يوه خونه کې بنديان کړي او بيا يې د قيمتي توکو په غلا لاس پورې کړی دی. په  غزني کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې هم يو شمېر وسله‌والو د غزني ښار د درېيمې ناحیې د احمداباد په سيمه کې له يوه کوره يو موټر غلا کړى و.

ظاهر څراغ

Back to top button