هند نه ۲۰ افغان محصلین هېواد ته راغلل

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو د دفاع وزارت د هند له پوځي زده‌کړو څخه د ۲۰ افغان محصلینو د راستنېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه زده‌کوونکي د دوه کلنو پوځي زده‌کړو له بشپړولو وروسته راستانه شوي دي.

ويل کيږي، دغه محصلين د دفاع وزارت د بهرنيو چارو د رياست په همغږۍ کابل ته راستانه شوي دي. تر دې مخکې هم ۲۵ افغان محصلین، چې د هند په پوځي اکاډمۍ کې یې زده‌کړې کولې، له پوځي روزنې وروسته هېواد ته راستانه شوي وو.

د طالبانو له لوري هېواد ته د راستانه‌شویو محصلینو تود هرکلی شوی دی؛ خو پر دې سربېره هم په یو شمېر هېوادونو کې د پوځي روزنې په برخه کې ګڼ محصلین لا هم له ستونزو سره مخ دي.

ظاهر څراغ

Back to top button