د ترکیې او سوریې د زلزلې له امله د مړو کسانو شمېر زرګونو ته ورسېد

پنجره ورځپاڼه: د ترکیې او د سوریې شمال کې د تېرې دوشنبې ورځې ځواکمنه زلزله کې د وژل شویو کسانو تایید شوی شمېر اوس نږدې ۱۸ زرو کسانو ته ورسېد.

 له دې سره جوخت په ترکیه کې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د حکومت نیوکګر ادعا کوي‌ چې د ژغورنې او بېړنیو مرستو عملیات ټکني وو او ګواکې حکومت هم يوه داسې وضعیت ته چمتووالی نه درلود.‌

 پخپله رجب اردوغان منلې چې حکومت یې ځینو ستونزو سره مخ شوی؛ خو وايي وضعیت اوس “تر کنټرول لاندې” دی.‌ نوموړي ویلي د دومره لویې کچې ناورین ته چمتووالی ممکن نه دی او په دې توګه یې ترکیه کې دوو سترو زلزلو ته په رسېدو او غبرګون کې د خپل حکومت دفاع کړې ده.

ظاهر څراغ

Back to top button