د ثبت او احوالو نفوس رياست او که د کمیشن کارانو مرکز؟

پنجره ورځپاڼه: د کابل ثبت احوالو نفوس رياست څخه خلک شکایت کوي. دوی وايي چې په دغه رياست کې ټولې خبرې پر ډالرو روانې دي او مامورين يې د خلکو د اسنادو  پروسس کارونه ژر نه خلاصوي؛ خو که اسنادونه کميشن کارانو ته وسپاري، نو د پيسو په بدل کې يې په ډېرې چټکۍ سره خلاصوي، چې په دې ورسره د ثبت او احوالو نفوس مامورينو لوی لاس دی.

پنجره ورځپاڼې ته يو کس چې د نوم له اخيستلو يې ډډه وکړه وويل:کميشن کاران د کاغذي تذکرې د تائيد ۲ سوه ډالر او د الکترونيکي تذکرې د ورکړې په بدل کې ۳ سوه ډالر غواړي.

په داسې حال کې چې د الکترونيکي تذکرو د ویش لړۍ هم بنده ده او طالب چارواکو د بېرته پيلېدو په اړه هم تراوسه څه نه دي ويلي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په راتګ سره نه يوازې د ثبت او احوالو نفوس رياست څخه خلک سر ټکوي؛ بلکلې ګڼې ادارې دي چې يا يې کارونه په ټپه ولاړ دي او يا هم د خلکو کارونو ته پر وخت رسيدګي نه کوي.

ظاهر څراغ

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button