Trending

فاریاب کې يوې چاودنې پنځه تنه ټپيان کړل

پنجره ورځپاڼه: د فاریاب سیمه‌ییزې سرچینې د دغه ولایت د مرکز میمنې ښار په یوه جومات کې د چاودنې خبر ورکوي.

د میمنې ښار ځايي سرچينې وایي، چې دا چاودنه نن چهارشنبه ماسپښين د د ښار اړوند «امام ابوحنیفه» جومات کې شوې ده.

یوه سرچینې لیکلي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې لمونځ‌کوونکي د ماسپښين لمونځ نه وروسته له جوماته د وتلو په حال کې وو. ويل کېږي، چې په دې چاودنه کې پنځه تنه لمونځ کوونکي ټپيان شوي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button