ترکيه او سوریه کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر له ۵ زرو تنو واوښت

پنجره ورځپاڼه: رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په ترکيه او سوریه کې د مرګونې زلزلې له امله د مړو شمېر له پنځه زرو کسانو اوښتی دی.

رويټرز نن په یوه راپور کې ویلي چې له دې ډلې نږدې ۳۵۰۰ کسان په ترکیه او ۱۵۸۱ نور په سوریه کې مړه شوي دي.

 له دې سره جوخت د ترکیې اناتولي خبري اژانس هم په یوه راپورکې ویلي چې د دغې زلزلي له امله لږ تر لږه ۲۰ زره ۵۳۴ کسان په ترکيه کې ټیپان شوي دي.

 د راپور له مخې، تر اوسه له ۸ زره ډېر زلزله ځپلي له خاورو لاندې ایستل شوي او همداراز ۳۲۹۴ مرستندویه کسان له نورو هېوادونو ترکيې ته رسېدلي دي.

 دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ريښتر په کچه مختلفو درجو دريو زلزلو د ترکیې او سوریې ځینې سیمې لړزولي دي. د ويلو وړ ده، چې دا شمېرې نهايي نه دي او د لا زياتېدو اټکل یې هم شوی.

ظاهر څراغ

Back to top button