بایډن ترکیې ته د مرستو په موخه خپل عملياتي ټیم استوي

پنجره ورځپاڼه: امريکايي رسنۍ وايي، چې د هېواد ولسمشر يې جو بایډن په ترکیې او سوریې کې په شوې زلزلې خواشيني ښودلې او هدايت یې کړی، څو ترکيې ته د خلکو د ژغورنې په موخه عملياتي ټیم سفر وکړي.

له دې سره جوخت د سپینې ماڼۍ په خپرې شوې بیانیې کې هم د ولسمشر بایډن له خولې ویل شوي دي چې امریکا به خپل ټیم ترکیې ته استوي، چې د ژغورنې او پلټنې په عملیاتو کې له دغه هېواد سره مرسته وکړي.

 اعلامیه کې راغلي، چې جوبایډن امریکايي چارواکو ته لارښوونه کړې، څو له ترکي اړخونو سره تماس ونیسي او مرستې همغږي کړي او دا خبره یې هم کړې ده هغه بشري سازمانونه، چې امریکا يي مرسته کوي، په سوریه کې به هم همکاري کوي.

بلخوا د امریکا د ملي امنیت مشاور جیک سلیوان ویلي چې دوې پلټونکې ډلې،‌ چې هره یوه یې ۷۹ غړي لري، ترکیې ته استول شوي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button