يوناما يو ځل بيا له طالبانو غوښتي، چې ښځو ته د تعليم حق ورکړي

پنجره ورځپاڼه: کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره يا یوناما ویلي، چې طالبان له زده‌کړو د نجونو راګرځول په دې برخه کې د تېرو شلو کلونو اصلي پرمختګونه او لاسته راوړنې له منځه وړي.

یوناما دا څرګندونې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره کړي او یو ځل بیا يې له طالبانو غوښتي، چې د نجونو پر زده‌کړو لګول شوي بندیزونه لېرې کړي.

د يادونې وړ ده، چې تر یوه کال څخه زياته موده کېږي افغان نجونې د طالبانو له لوري د زده‌کړو له حق څخه بې‌ برخې شوې دي.

د طالبانو نامعلومه مشرتابه ملا هیبت الله په خپله وروستۍ پرېکړه کې د نجونو او ښځو لپاره په کورنیو او بهرنیو ادارو کې د کار او د زده‌کړو د ممنوعیت فرمانونه صادر کړل، خو د دوی جاري فرمانونو ډ تل په شان پراخ کورني او بهرني غبرګونونه پارولي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button