ملګري ملتونه: د ښځو پر کار بندیز، میلیونونه مېرمنې مرستو بې‌برخې کوي

پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو عالي کمېشنري وایي، چې په غيردولتي مؤسسو کې د ښځو د کار پر کار د بنديز پرېکړې سره میلیونونه افغان مېرمنې د بشردوستانه مرستو له ترلاسه کولو بې‌برخې کړي دي.

د کډوالو عالي کمېشنري تېره ورځ ناوخته د یوه ټویټ په خپرولو یو ځل بیا ښځو او ماشومانو ته د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره د ښځینه کارکوونکو د حضور پر ارزښت ټینګار کړی دی.

دغه اداره وايي، چې سږ کال هوا د تېرې یوې لسیزې په پرتله ډېره سړه ده او «بې‌رحمانه» یخنۍ ترټولو بېوزله او زیانمنوونکو خلکو ته سخت زیان رسولی دی؛ ځکه د دغه بنسټ په وینا دمګړۍ میلیونونه افغانان له ستونزو او کړاوونو سره مخ دي.

د يادونې وړ ده، چې په کورنیو او بهرنیو غيردولتي موسسو کې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار بندیز له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

مرستندویه ادارو تل د ښځو پر حضور ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې له ښځینه کارکوونکو پرته په افغانستان کې بشردوستانه خدمات نه شي وړاندې کولای.

ظاهر څراغ

Back to top button