د کابل-کندهار پر لويه ټرافيکي پېښې مرګ ژوبله اړولې

پنجره ورځپاڼه: ځايي سرچينې وايي، د کابل- کندهار پر لویه لار د غزني د ګیلان ولسوالۍ په چرلي سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله يو کس مړ او دوه نور ټپيان شوي دي.

د غزني سیمه ییزې رسنۍ وايي، پېښه تېره ورځ ماښام ناوخته د یوه ټونس ډوله موټر او ټېلر د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د راپورونو پر اساس، په ياده پېښه کې د ټونس موټر له سپرلیو یو کس مړ شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. سرچينې زياتوي، ټپیان د درملنې لپاره د ګیلان ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي، چې د دوه تنو يې روغتيايي حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی.

 د سرچينو د معلوماتو په حواله، پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او ټرافيکي اصولو نه مراعاتولو له امله شوې ده.

د کابل او لرې پرتو سيمو په عمومي لارو کې دا لومړی ځل نه دی، چې ټرافيکي پېښه دې وشي، بلکې وخت ناوخت ورته پېښې رامنځته کېږي، چې د اکثرو لامل یې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ ښودل کېږي.

ظاهر څراغ

Back to top button