افغاني سره مياشت: په تېرو څو مياشتو کې تر ۶۰۰ زياتو ماشومانو درملنه شوې

پنجره ورځپاڼه: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسؤلینو ويلي، چې په تېرو پنځو میاشتو په ترڅ کې یې د کابل په شپږو روغتونونو کې تر ۶۰۰ زیاتو د هغو ماشومانو درملنه کړې، چې د سوري زړه پر ناروغۍ باندې اخته وو.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې همداراز ويلي، چې له دوی سره شاوخوا ۱۱ زره په زړه سوري ماشومان ثبت شوي دي او هڅه يې دا ده، څو په نږدې وخت کې یې په هېواد دننه یا بهر درملنه وکړي.

 د دې ټولنې ویاند عرفان الله شرفزوی رسنيو ته په خپلو تازه څرګندونو کې روښانه کړې، چې له ۲۰۰۸ کال څخه تر دې دمه په ټولحهېواد کې دننه او بهر يې د ۱۳ زره ماشومانو د سوریو زړونو درملنه شوې ده.

د يادونې وړ ده، افغانستان د نړۍ يو له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، چې د زړه پر ناروغۍ اخته ماشومانو کچه په کې زياته ده.

ظاهر څراغ

Back to top button