امریکا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان وګړو صندوق د کار له تمدید ملاتړ وکړ

پنجره ورځپاڼه: په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړي استازي، د یوه بل کال لپاره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د کار له تمدید ملاتړ روښانه کړی.

 په دغه سازمان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ تېره ورځ ناوخته یوه اعلامیه خپره کړې او په کې ليکلي يې دي، امریکا د کاناډا، اتریش، بلجیم، استراليا، هالنډ، نیوزیلنډ او انګلستان په ګډون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د کار له تمدید ملاتړ کوي، څو دا اداره وکړای شي د افغانانو بشري او اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره مرستو ته دوام ورکړي.

 دغې ادارې په خپله اعلامیه کې د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو په زده‌کړو، کار او نورو ټولنیزو برخو کې لګول شوي محدودیتونه هم غندلي او له طالبانو یې غوښتي چې دا ډول تبعیضي او ضد تولیدي تګلارې چې د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو مخه نیسي، بېرته واخلي.

په ملګرو ملتونو کې امریکا د ځانګړې استازولۍ اعلامیه کې زیاته شوې، د ط البانو پرېکړو لا د مخه په سوړ ژمي او دې سخت اقتصادي حالت کې د مهمو مرستو د رسولو مخه نیولې ده.

ظاهر څراغ

Back to top button