Trending

پاکستاني پوليسو يو ځل بيا د افغان کډوالو د نيولو لړۍ پیل کړې

پنجره ورځپاڼه: پاکستان کې ځايي سرچينې وايي، د دغه هېواد پوليسو يو ځل بيا د افغان کډوالو د نيولو لړۍ پيل کړې، چې نن شپه هم په پلازمېنه اسلام کې يو شمېر افغان کډوال نيول شوي دي.

سرچينې وايي، پوليسو د اسلام اباد ښار په بېلابېلو سيمو کې د افغان کډوالو په استوګنځيو چاپې وهلي او يو شمېر يې له ځان سره بېولي دي.

په همدې حال کې د ميرويس ځاځي په نوم يو افغان خبريال، چې دمګړۍ په پاکستان کې ژوند کوي او هلته د مېشتو افغان خبريالانو د ګروپ فعال غړی دی، پنجره ورځپاڼې ته وویل، پاکستاني پوليسو د خپلو چاپو په لړ کې نن شپه د احمد فيروز ايثار په نوم د دوی يو تن همکار او د ګروپ غړی ونيوه او له ځان سره یې يوړ.

ځاځی زياتوي، له څو شېبو هلو ځلو وروسته په پاکستان کې د مېشتو افغان خبريالانو د ګروپ يو تن فعال محمد شارخ طاهري په دې وتوانېدو، چې د اسلام‌اباد پرېس کلب غړي ښاغلي قمر يوسفزي په مرسته خپل همکار د پوليسو له منګلو آزاد کړي.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته ګڼ شمير افغانان په تېره بيا خبريالان، د مدني او بشري ټولنو فعالين او هغه کسان چې په دغه هېواد کې يې ژوند له خطر سره مخ وو، پاکستان ته کډه شوي، خو دوی ډېری وخت هلته د ياد هېواد د پوليسو له ناوړه چلند شکايت کوي.

ظاهر څراغ

Back to top button