خیبرپښتونخوا کې د ټرافیکي پېښې له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پنجره ورځپاڼه: پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي، چې د خیبر پښتونخوا ایالت پېښور ته څېرمه د کوهاټ سیمې په یوه تونل کې د ټرافیکي پېښې له امله ۱۷ تنه مړه او ۲۰ نور هم ټپيان شوي دي.

سرچينې وايي، چې دا پېښه د کوهاټ سیمې تونل کې د یو مسافر وړونکي بس او تراکتور د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د راپورونو په حواله، په دې پېښه کې درې ښځو او دوه ماشومانو هم ژوند بايللی دی.

تر دې وړاندې د بلوچستان ايالت په کویټه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۴۱ تنو خپل ژوند بايللی و.

د ګڼو رسنیو د راپورونو پر اساس، د خیبرپښتونخوا په ګډون په یو شمېر سیمو کې د وروستیو ټرافیکي پېښو ستر لاملونه د موټر چلوونکو بې‌ احتیاطي په ګوته شوي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button