توماس: غيردولتي بنسټونو کې د ښځو پر دندو د بندیز ستر زیان غربت ځپليو ته رسي

پنجره ورځپاڼه: د کابل لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسون په يو ټويټ پيغام کې ویلي، چې په غیردولتي بنسټونو کې د افغان ښځو پر کار د طالبانو بندیز افغانستان کې تر ټولو لوی زيان غربت ځپليو ته رسوي.

 هغه تازه دا څرګندونې پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر وروسته کوي، چې هلته يې د افغانستان اړوند نورو موضوعاتو باندې له پاکستاني چارواکو، سیاسونو، شنونکو، دیپلوماتانو او ژورنالیستانو سره خبرې او بحثونه کړې دي.

نېکلاسون ليکي، په غیردولتي بنسټونو کې د افغان ښځو پر کار د طالبانو بندیز بشري مرستو ته د میلیونونو اړمنو افغانانو د لاسرسي مخه نیول کېږي. توماس زياتوي، پاکستاني چارواکو سره يې افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر اړتیا او د بشري حقونو او ازادیو پر خوندیتوب هم بحث او خبرې کړي.

ظاهر څراغ

Back to top button