امريکا افغانستان ته ۸ مليارده ډالره ځانګړي کړي

پنجره ورځپاڼه: افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د ځانګړي سرمفتش دفتر يا سيګار، کانګریس ته په خپل نوي درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته امریکا د افغانستان په تړاو ۸ میلیارد ډالره ځانګړي کړي.

سيګار همداراز ويلي، چې د دې پیسو ډېره برخه افغان کډوالو لپاره ځانګړې شوې ده. د سیګار په راپور کې، چې تېره ورځ خپور شوی راغلي، په دې پیسو کې د افغانستان بانک هغه درې نیم ملیارده ډالره شتمني هم شامله ده، چې په سویس کې د افغانستان لپاره نوي جوړ شوي صندوق ته انتقال شوي دي.

 د سیګار د راپور پر اساس، امریکا په یاده موده کې تر ۲ میلیارد ډالره زیاتې پیسې عمدتاً بشري چارو ته ځانګړي کړي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button