م.م کې د پاکستان استازي وروستيو څرګندونو توند غبرګونونه راوپارولي

پنجره ورځپاڼه: په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي منیر اکرم هغه څرګندونې چې له مخې یې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندېز تر ډېره کولتوري‌ ستونزه ده، د خلکو پراخه غبرګونونه راپارولي دي.

 اکرم تېره ورځ د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته په خپله وینا کې ویلي، هغه بندیزونه چې د طالبانو له لوري پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي، ‌تر ډېره د پښتنو له کلتوري‌ برخې سرچینه اخلي،‌ نه له مذهبي اړخه. نوموړي ویلي د همدغه کلتور له مخې ښځې باید په کورونو کې وساتل شي. د پاکستان د استازي دغه څرګندونې د یو شمېر خلکو او په ځانګړې توګه د افغانانو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق همدې غونډې ته په خپله وینا کې د پاکستاني استازي څرګندونې په کلکه رد کړې. ګڼو افغانانو بیا ویلي چې منیر دې په ملګرو ملتونو کې د ناسمو څرګندونو په اړه له پښتنو بخښنه وغواړي.‌ د ويلو ده چې تر دې مخکې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران‌خان هم دا ډول څرګندونې کړې وې، خو تر دې دمه طالبانو بيا د پاکستاني استازي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

ظاهر څراغ

Back to top button