د بشري مرستو د ښه پرمختګ لپاره د ښځو حضور مهم دی

پنجره ورځپاڼه: په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټين ګريفيتس ددغه سازمان په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو د بهیر د ښه پرمختګ لپاره د ښځو حضور اړین دی.

هغه همداراز ویلي، چې که افغانستان کې په کورنیو او بهرنیو غيردولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لرې نه شي، نو پرمختګ ناشونی دی.

د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړی چارواکی وايي، د مرستې بهیر د پرمخ بیولو لپاره د ښځینه کارکونکو لپاره لا زیاتو معافیتونو ته اړتیا ده. د ګریفیتس په وینا، بشري سازمانونو ته د روغتیا او پوهنې په برخو کې معافیت ورکړل شوی، څو دوی وکولای شي په دغو برخو کې خپل فعالیتونه پیل کړي.

طالبانو څه موده وړاندې د هېواد په ټولو دولتي او غيردولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بنديز پرېکړه وکړه، چې په کور دننه او بهر يې توند غبرګونونه راوپارولي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button