پنجشیر کې د طالبانو بې غورۍ له امله يو ښوونځی سوځېدلی

پنجره ورځپاڼه: د سيمه ييزو سرچينو د راپورونو پر اساس، د پنجشیر ولایت په پریان ولسوالۍ کې د میرزا عبدالغفور یعقوبي په نوم یو مجهز ښوونځی د طالبانو امنيتي مسؤلينو د بې‌غورۍ له کبله اور اخیستی او تر نيمايي زيات سوځېدلی دی.

يوې سرچينې چې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي، پنجرې ورځپاڼې ته وویل، چې په دې ښوونځي کې له شاوخوا پنځه مياشتو راهیسې د طالب امنيتي مسؤلين دېره دي.

پنجشیر ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست مشر، قاري نصرالله ملکزاده پېښه منلې، خو د نورو معلوماتو له ورکولو يې ډډه کړې ده.

د میرزا عبدالغفور یعقوبي عالي لېسه دوه پوړه لري او د بهرنیو ځواکونو د بیارغونې ډلې لخوا په ښو اسانتیاوو سره ډیزاین او جوړه شوې ده.

دا اورلګېدنه تېره شپه ناوخته رامنځته شوې، چې په پایله کې یې د لابراتوار، کتابتون او اداري څانګو ځینې برخې په بشپړه توګه سوځېدلې دي.

ظاهر څراغ

Back to top button