محسن داوړ: پاکستان کې د پښتنو وژنه روانه ده

پنجره ورځپاڼه: د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ پېښور کې‌ د پروني بريد په تړاو وايي، پښتونخوا کې جګړه روانه ده او د پښتنو وژنه دوام لري.

محسن داوړ همداراز ويلي، چې دولت چمتو نه دی، څو افغانستان کې له خپل معيوب سياسته لاس واخلي. د په وينا هغه کسان چې د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي، بايد ولس ته ځواب ورکوونکي واوسي.

د خيبر پښتونخوا په پېښور کې نن دوشنبه په يوه جومات کې د ماسپښين لمانځه پرمهال ځانمرګی بريد ترسره شو، چې له امله يې ۶۰ تنه ووژل شول او ۱۵۰ تنه ټپيان شول.

بلخوا تحريک طالبان پاکستان د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده. په دې وروستيو کې د پاکستان امنيتي وضعيت ترينګلی شوی او د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو د پاکستان دولت پر وړاندې خپل بريدونه ډېر کړي دي.

Back to top button