يوناما: له کانکور څخه د نجونو منع کول يو بل ناسم ګام دی

پنجره ورځپاڼه: کابل کې د یوناما دفتر وایي، د طالبانو له لوري، کانکور ازموینو څخه د نجونو منع کول په ناسم لوري یو بل ګام دی او په وينا یې، دا پریکړه د هغو ژمنو خلاف ده چې گواکې د نجونو پوهنتونونه به په مارچ میاشت کې بېرته پرانیستل شي.

یوناما پر طالبانو غږ کړی، څو ژر تر ژره دا پرېکړه بېرته واخلي. لوړو زده‌کړو وزارت وړمه ورځ په یوې اعلامیې کې د افغانستان خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو مؤسسو ته په خطاب کې، د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې لپاره د نجونو نوم‌لیکنه ممنوع اعلان کړه.

پر طالبانو نيوکې دا دي، چې په دې وروستيو کې يې يو ځل بيا په پرلپسې توګه د افغان نجونو او ښځو د حقونو خلاف بنديزونه لګوي.

ظاهر څراغ

Back to top button