آمنه محمد: د افغانانو وضعيت لپاره حل زموږ لومړیتوب دی

پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله آمنه محمد وایي، د افغانانو د وضعیت لپاره یوه حل لاره د دې سازمان یو مهم لومړیتوب دی. آمنه محمد چې په دې وروستیو کې افغانستان ته راغلې وه، تېره شپه په یوه ټویټ کې ویلي.

چې له طالب چارواکو سره په لیدنو کتنو کې یې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه او هم په دې اړه چې که دغه حالت، محدودیتونه او بندیزونه دوام وکړي، ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړې همداراز ویلي که ښځې د کار اجازه ولري، نو مرستندويه بنسټونه به ټولو افغانانو ته مرستې ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله آمنه محمد څو ورځې وړاندې افغانستان ته راغلې وه او له طالب چارواکو سره یې د افغان ښځو او نجونو په اړه بحث او خبرې کړې وې.

ظاهر څراغ

Back to top button