هندوستان په دويمه شل اوریزه لوبه کې د نيوزيلنډ ته ماته ورکړه

پنجره ورځپاڼه: د کوربه هندوستان او نیوزلینډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ دويمه شل اوریزه لوبه هم ترسره شوه، چې هندوستان د نيوزيلنډ ورکړل شوی هدف د وروستي اور په پنځم توپ ترلاسه کړ.

د لوبې پچه نيوزيلنډ ګټلې وه او لومړی يې خپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره يې په ټاکل شويو شلو اورونو کې کوربه هندوستان ته ۱۰۰ منډې هدف وټاکه.

په دویمه پاڼۍ کې هندوستانۍ لوبډلې ورکړل شوی هدف د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبې وروستي اور په پنځم بال ترلاسه کړ او په دې سره يې دويمه شل اوریزه لوبه کې نيوزيلنډ ته ماته ورکړه.

نيوزيلنډۍ لوبډلې د دې لوبلړۍ لومړۍ شل اوريزه لوبه کې هندوستان ته ماته ورکړې ده. دغه دواړه لوبډلې به د فبرورۍ په لومړۍ نېټه درېيمه او وروستۍ لوبه ترسره کړي.

Back to top button