د کابل-ننګرهار پر لويه ټرافيکي پېښې مرګ ژوبله اړولې

پنجره ورځپاڼه: ځايي سرچينې وايي، د کابل-ننګرهار پر لويه لاره په مشالې کمر سیمه کې تېره ورځ ناوخته د یوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، دا پېښه د طالبانو د يوه رينجر او مارسیډیز موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله واړوله. سرچینې زیاتوي، چې ټکړ شوی رينجر موټر د نورستاند طالبانو د امنیې قومندانۍ دی.

بلخوا د لغمان طالبانو بیا د دې پېښې پخلی کړی، خو د مړ شوي طالب او د نورو ټپيانو د هويت په اړه یې جزییات نه دي ورکړي. طالبانو ويلي، چې ټپيان یې د ننګرهار مرکزي روغتون ته ليږدولي او وضعیت یې د ډاډ ښودل شوی.

ځايي سرچينو بيا ويلي، چې پېښه د طالبانو د رينجر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده، خو طالبانو بيا په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د طالبانو د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله د ورته پېښو د رامنځته کېدو خبرونه ورکړل شوي.

Back to top button