ټامس د اسیا پنځو هېوادونو استازو سره لیدنه کړي

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ټامس نیکولاسن په څو پرلپسې ټویونو کې ويلي، چې افغانستان کې يې د موجوده ستونزو په تړاو د مرکزي آسیا د پنځو هېوادونو له استازو سره لیدنې او بحثونه کړي. هغه ليکلي، چې دغه لیدنې يې د جرمني بروکسل ښار کې شوې دي.

نوموړي همدارنګه د دغو هېوادونو او استازو نومونه نه دي اخیستي؛ خو ليکلي یې دي، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه په دغه هېواد کې د موجوده ستونزو په هوارولو کې خورا ارزښتناک رول لري.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ټامس نيکولاسن ویلي، چې دغه ټولنه به د مرکزي آسیا له هېوادونو سره نږدې همکارۍ ته دوام ورکړي.

Back to top button