Trending

پاکستان کې د يوې ټرافيکي پېښې له امله ګڼ کسان مړه شوي

پنجره ورځپاڼه: پاکستاني رسنۍ وايي، نن سهار یوه مسافر وړونکی موټر د بلوچستان له کويټې څخه کراچۍ ته پر لاره و، چې د لارې په اوږدو کې لومړی بې کنټروله شوی او وروسته يې اور اخيستی، چې له امله يې لږ تر لږه ۴۱ کسان وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکو منلې، چې په دې موټر کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۸ تنه سپرلۍ ناسته وه، چې درې تنه يې ژغورل شوي او ۴۱ نورو يې ژوند بايللی دی.

 د چارواکو په وینا بس د یوه پله له ستون سره ټکر کړی چې وروسته له خپل مسیر څخه بې کنتروله شوی او ورپسې يې اور اخيستی دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې د بلوچستان او پنجاب پر لویه لاره ټرافیکي پیښې رامنځته کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوي، چې په کې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په پاکستان کې د زیاتو ټرافیکي پېښو لامل د ټرافیکي قوانینو نه رعایت، د خوندیتوب کمزوري تدابیر او د چلوونکو بې احتیاطي ښوول شوې ده.

ظاهر څراغ

Back to top button