خليلزاد: پر نجونو لګيدلي بنديزونه به افغانستان منزوي کړي

پنجره ورځپاڼه: زلمی خلیلزاد چې له طالبانو سره د دوحې په تړون کې اصلي لوبغاړی و، د ۱۴۰۲ کال د کانکور په ازموینه کې د نجونو د ګډون د منع کېدو په غبرګون کې ویلي، د افغانستان اوسنيو حاکمانو دا پرېکړه څرګندوي چې دوی د ښځو د لوړو زده‌کړو ځنډولو لنډمهاله اراده نه لري. هغه وايي د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو وروستي بندیزونه دا څرګندوي، چې دوی دې هرڅه ته پخه او اوږدمهاله اراده کړې ده.

زلمي خليلزاد پر خپله ټویټر لیکي، دا پرېکړه دا هم په ډاګه کوي، چې طالبان د هغو مشرانو هڅې چې د ښځو د زده‌کړو د بندیز مخالفت په اړه یې کړې وې، رد شوي او د مولوي عبدالحمید په څېر د نړۍ عالمانو دا ممنوعیت غیر اسلامي بللی دی.

 خلیل‌زاد زياتوي، دا پرېکړه د طالبانو د مهمو کسانو په مشوره نه‌ ده شوې او د افغانانو يوه لويه برخه لا هم د دې پرېکړې مخالفت کوي. نوموړی وايي، دا پرېکړه به د افغانانو کړاوونه لا پسې ډېر کړي او افغانستان به په نړۍواله کچه نور هم منزوي شي.

ظاهر څراغ

Back to top button