پاکستان کې ګڼو مېشتو افغان خبريالانو اعتراضي غونډه وکړه

پنجره ورځپاڼه: پاکستان کې ګڼو مېشتو بې برخليکه افغان خبریالانو د يوې اعتراضي غونډې پر ترڅ کې، پر نړۍوالې ټولنې او د رسنیو ملاتړو بنسټونو باندې غږ کړی، چې دوی ته جدي پاملرنه وکړي.

دا غونډه چې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې پرون ورځ ناوخته د سلګونو افغان خبريالانو له لوري جوړه شوې وه، په دغه هېواد کې يې د خپل بې برخليکه او له ګڼو ستونزو سره مل ژوند په تړاو يې اندېښنې څرګندې کړي.

افغان خبريالانو په دې اعتراضې غونډه کې ويلي، چې نړۍوالې ټولنې او د رسنیو ملاتړو بنسټونو هېر کړي او په وينا یې د روسیې او اوکراین له جګړې وروسته د دوی غږ نه‌ اورېدل کېږي.

په پاکستان مېشتو افغان خبريالانو له نړۍوالې ټولنې، د رسنیو ملاتړو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ څخه غوښتي، چې د خبریالانو قضیې دې په استثنايي توګه وڅېړي او دوی دې له روان ناوړه حالت څخه وژغوري.

په اسلام اباد کې د افغان خبریالانو او د بشري حقونو مدافعینو د رهبرۍ شورا غړي او مؤسس نجیب الله حبیبي په دې تړاو پنجره ورځپاڼې ته وویل، چې دوی له شاوخوا يونيم کال راپدیخوا په پاکستان کې د مېشتو افغان خبريالانو لپاره د عدالت غوښتنه کوي، خو په وينا يې يوه لوري هم ورته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

حبیبي غوښتنه کوي، چې نړۍواله ټولنه دې امنو هیوادونو ته د افغان خبریالانو او بشري حقونو د مدافعینو د لېږد په هکله ځانګړې پاملرنه وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو بیا ځلې واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر افغان خبريالان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ کړای شول، چې دمګړۍ یې سلګونه تنه په پاکستان کې امنو هېوادونو ته د تګ په تمه شپې سبا کوي، خو د معلوماتو پر بنسټ دوی په دغه هېواد کې له ښه وضعيت څخه نه دي برخمن.

ظاهر څراغ

Back to top button