Trending

پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت ومړ

پنجره ورځپاڼه: يوې معتبرې پاکستاني رسنۍ خبر ورکری، چې د افغانستان پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت د پېښور په يوه روغتون کې مړ شوی دی.

د خپاره شویو معلوماتو له مخې عبدالجبار ثابت له اوږدې مودې راهيسي ناروغ و، چې له امله يې نن پنجشنبه په پېښور کې له نړۍ سترګې پټې کړې.له دې سره جوخت کورنۍ یې هم رسنيو ته منلې، چې نوموړی وفات شوی دی.

عبدالجبار ثابت د حامد کرزي د حکومت پر مهال د افغانستان د لويې څارنوالۍ مشر و، چې د زورواکو، جنګسالارانو او د ځمکې غاصبینو پر وړاندې د مبارزې اوږد تاريخ لري.

د يادونې وړ ده، چې عبدالجبار ثابت په امريکا کې د حقوقو په برخه کې زده کړې کړې وې، د داوود خان پر مهال د عدليې وزارت سلاکار، په پېښور کې د پوهنتون استاد، د امریکا غږ خبریال او د ګڼو چاپي اثارو څښتن پاتې شوی.

Back to top button