امریکا: اوکراین ته د ځواکمن او پرمختللي ټانکونه ورکوو

پنجره ورځپاڼه: له المان وروسته امریکا هم اعلان وکړ، چې اوکراین ته د روسیې د بریدونو پر وړاندې د مقاومت لپاره ۳۱ قوي او پرمختللي ‘اېم-۱ ابرامز’ ټانګونه لېږدوي.

 د امريکا متحده ايالاتو له دې اعلان سره جوخت المان هم وويل، چې اوکراییني ځواکونو ته به ډېر ژر خپل ۱۴ ‘لیپرډ ۲’ ټانکونه ولېږدوي. المان په دې کار سره نورو اروپايي هېوادونو ته هم دغه لاره پرانیسته، چې اوکراین سره له خپلو ډیپوګانو د جرمني ساخت ټانکونو مرسته وکړي.

د امريکا ولسمشر جو بایډن د دې مرستې اعلان پرون چهارشنبه ناوخته سپینه ماڼۍ کې په یوه لنډ خبري کنفرانس کې د رسنيو مخې ته وکړ. اوکراین له څو میاشتو راهیسې دې ته لابي کوله چې غربي ملګري یې دا ډول ځواکمن پوځي تجهیزات ور ولېږي.‌

 بلخوا بیا روسیې د غرب د دې ډول مرستې په هکله ویلي، د ابرامز په نامه هغه محاربوي ټانکونه چې د امریکا له خوا اوکراین ته ورکول کېږي، په دغه هېواد کې به یې وسوځوي. د روسیې د ولسمشرۍ ویاند دیمتري پسکوف ویلي، اوکراین ته ددغه ډول ټانکونو ورکول به د پیسو بېځایه مصرف وي.

Back to top button