د روس کتابتونونه

د روس کتابتونونه

د روس کتابتونونه

د روسیي کتابتونونو تاریخچه د ۱۱مې میلادي پیړۍ د روسیي ریاست، د عیسایي کلیساو د کتابونو له ټولګې پیلېږي.
په نوموړي دوران کې کتابونه ډیر نادره وو او ډیر قدر یې کېده، کتابونه به په عمومي توګه په عیسایي خانقاو کې په ځانګړو خونو کې ساتل کېدل.
په روسیې کې کتابونو ته د درناوي دود همغسې ژوندی دی او په هر کور کې بلا کتابونه ساتل کېږي په ځانګړې توګه د شاعرۍ او د ښاپېریو د نکلونو ټولګې، کوم چې ماشومان یې نسل په نسل لولي.
نن سبا په روسیه کې شاوخوا یو لک او دیرش زره کتابتونونه شته. په هر لوی، واړه ښار او تعلیمي ادارو کې د کتابتون شتون لازمي دی. د ماشومانو او زده کوونکو لپاره جلا، جلا د کتابتونونو تابیا نیول شوې او د طب، انجینیرۍ، تاریخ او نورو علومو لپاره هم ځانګړي کتابتونونه جوړ شوي. په ټوله روسیه کې د کتابتونونو یو جال غوندې خپور دی چې په دې کې د پوهنتونونو او نورو تعلیمي ادارو کتابتونونه شامل دي خو په ټوله کې د روس ډیری کتابتونونه، عامه دي.
نوموړي کتابتونونو ته په مسلسله توګه نوي کتابونه اضافه کیږي او د روسیي قوانینو مطابق د کتابونو هر خپرندوی مکلف دې چې د خپلو نویو چاپ شویو کتابونو یو، یو ټوک د هېواد مهمو کتابپلورځیو او کتابتونونو ته واستوي.
د روسیې تر ټولو ستر او بډایه کتابتون د مسکو دولتي کتابتون دی. په اصل کې دا د نړۍ له سترو کتابتونونو یو هغه دی چې د نړۍ په دوه نیم سوو مختلفو ژبو لیکل شوي، څه باندې څلور نیم کروړه ټوکه کتابونه په کې ساتل کیږي.
که د دغه کتابتون په الماریو کې ایښي کتابونه له الماریو ښکته او په یو کتار کې پرلپسې کېښودل شي نو ددې کتار اوږدوالی به ۶۰۰ کیلو مټره وي. د کتابونو د تعداد له اړخه یواځې د واشنګټن د کانګریس کتابتون د روسیې له دولتي کتابتونه مخکې دی. د یادولو وړ ده چې هره ورځ له اوو زرو ډیر خلک د مسکو دې کتابتون ته راځي.
د روسیې په دولتي کتابتون کې د مشهورو روسي شاعرانو او لیکوالانو لکه الکساندر پوشکین، فیودر دستایوسکی، لیو ټولسټوی او نورو خطي نسخې هم ساتل کیږي همدارنګه په نوموړي کتابتون کې د نایابو کتابونو ځانته څانګه ده، په دط برخه کې داسې کمیابه کتابونه ساتل کیږي چې په ټوله نړۍ کې یې یو یا دوه نمونې موجودې وي د مثال په توګه په ۱۴۸۷ م کې د هالینډ په اینټورپ ښار کې د عیسوي عباداتو دوې خپرې شوې ټولګې، په ۱۵م پیړۍ کې د هسپانوي ادیب سروانتس د افسانو دوه جلدي ټولکه چې د کارک په پاڼو لیکل شوې، شامل دي.
د وخت له غوښتنو سره سم د روسیي کتابتونونو وضعیت هم بدلیږي. کتابتونونه ډیجیټلي کیږي چې په مرسته یې هر رنګ ملي او نړیوالو مالوماتو ته لاسرسی اسانه شوی. د “لیب نیټ” په مرسته هر روسیی کولای شي په ډیرې اسانۍ سره د روسیې د دولتي کتابتون له اي کتابونو ګټه پورته کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button