جوزيف بوریل: اروپايي ټولنه د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي

پنجره ورځپاڼه: د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست رئيس جوزیف بوریل وايي، د ملګرو ملتونو له سازمان سره په ګډه به دغه ټولنه د افغان ولس په ځانګړې توګه د ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي.

بوریل په دې خپله ټویټر پاڼه بروکسل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې آمنه محمد سره د ليدنې يو عکس هم خپور کړی دی.

 د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست رئيس لیکلي، چې له مېرمن آمنه سره یې د افغانستان تر سفر وروسته معلوماتي بحثونه او خبرې اترې هم کړي دي.

 آمنه محمد چې د ملګرو ملتونو د یوه پلاوي مشري کوله، تېره اونۍ افغانستان ته راغلې وه چې د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم د بندیزونو په تړاو يې د له طالب چارواکو سره خبرې وکړې، خو طالبانو بيا تر دې دمه د نجونو او ښځو د زده کړو په هکله کوم مثبت ګام نه دی پورته کړی.

Back to top button