اوچا: افغانستان ډېر خطرناک بشري بحران ته دننه شوی

پنجره ورځپاڼه: اوچا يا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، افغانستان يو خطرناک بشري بحران ته دننه شوی دی.

دغه سازمان په خپل يوه تازه راپور کې روښانه کړې، چې په افغانستان کې شاوخوا ١٧ ميليون کسان له سختې لوږې سره مخ دي.

د اوچا د خپاره شوي راپور له مخې په تېر کال کې د افغانستان نفوس له ۴۳ ميليون تنو څخه لوړ و او د نفوس وده يې په کال کې ۲.۳ سلنه اټکل شوې، چې په سيمه کې تر ټولو لوړ ارقام يادېږي.

 دغې ادارې همدارنګه ويلي چې په روان ۲۰۲۳ ميلادي کال کې به د افغانستان ۲۸.۳ ميليونه کسان چې د افغانستان دوه پر درېيمه برخه نفوس د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتيا ولري، ځکه دغه هيواد څو کاله پرله پسې وچکالۍ او دوو کلونـو راهيسى له سخت اقتصادي زوال سره مخ دى.

 اوچا ويلي چې د بشري مرستو بندېدو، د شتمنيو کنګل کېدو له کبله د افغانستان اقتصادي بحران پراخ دى. د ياد سازمان د راپور پر اساس په افغانستان کې د اقتصادي بحران لامل وچکالي، اقليمي تغيرات او يو لړ نور ګواښونه بلل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر يا اوچا او ګڼو نورو مرستندويه بنسټونو تر دې وړاندې هم د افغانستان په روان بشري وضعيت په تړاو اندېښنې څرګندې کړې دي.

Back to top button