امريکا: نږدې ۹۰ سلنه مؤسسو افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي

پنجره ورځپاڼه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په يوه خبري غونډه کې رسنيو ته ویلي چې، افغانستان کې په غيردولتي مؤسسو کې د ښځينه کارکوونکو پر دندو له بندیز وروسته نږدې ۹۰ سلنه مرستندویه سازمانونو خپل فعالیتونه یا درولي او یا يې هم کم کړي دي.

 نوموړي د خبريالانو د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ايا نړۍوالو ته د طالبانو کړنې د منلو و دي او کنه ويلي، چې د طالبانو دغه ډول پرېکړې د نړۍوالې ټولنې لپاره د منلو نه ده او دې چارې ۲۸ میلیونه افغانان، په ځانګړې توګه مېرمنې او ماشومان له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دغه راز نېډ پرایس ویلي چې امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې له ۱۵ مې را هیسې، افغانانو سره ۱.۱ میلیارده ډالره بشري مرسته کړې او په وينا يې دا مرستې به راتلونکې کې هم دوام ولري. نوموړي همداراز زياته کړې، چې دا اندازه پیسې د طالبانو له لوري نه، بلکې د مرستندویه بنسټونو له لوري پر افغانانو وېشل شوې دي.

Back to top button