ناپېژانده وسلهوالو په کندز کې یو سوداګر وژلی
پنجره ورځپاڼه: د کندز يوې سیمهییزې سرچینې پنجره ورځپاڼې ته په رالېږل شوي خبر کې ويلي، چې په دغه ولايت کې يو ملي سوداګر د ناپېژانده وسلهوالو لخوا په ډزو وژل شوی دی.
سرچينه وايي، دا سوداګر غلامحسین عنایت نومېده او پرون د جمعې په ورځ د کندز ولایت د علياباد ولسوالۍ په قزلسای سیمه کې ووژل شو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې عنایت هغه مهال د ناپېژانده وسلهوالو له لوري په نښه شو، چې نوموړی له کندز ولایت څخه کابل ته روان و.
بلخوا بيا کندز کې د طالبانو امنيتي مسؤلينو په دغه ولايت کې د ياد سوداګر د مړینې په تایید سره ويلي، چې د دې پېښې په تړاو يې د څېړنې پیل کړي.
د طالبانو بيا ځلې واکمنۍ ته په رارسيدو سره دا لومړی ځل نه دی، چې د هېواد په شمال کې يو سوداګر وژل کېږي، بلګې څو ورځې وړاندې هم یو بل سوداګر په بغلان ولایت کې د ناپېژانده وسلهوالو له لوري ووژل شو.